د بلخ ولایت اړوند شولگرې کثیرالرشتوي لیسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۵:۲۴
TVETA

د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو په یاد ولایت کې د چرګانو ساتلو یه فارم ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د چرګانو د روزلو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې، د استاد له لوري د چرګانو روزلو، د فارم اړوند وسایلو او د چرګانو د ډولونو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه ، او د موضوع په اړه یې خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل.

دغه‌راز لارښود استاد د چرګانو روزلو برخه کې د زده کوونکو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل.

د عملي روزنو زده کړه د زده کونکو د وړتیاوو او د نظري مفاهیمو د کاربردي درک کولو د پراختیا لپاره یو اغیزمن ګام بلل کېږي، او هغوی ته فرصت ورکوي تر څو د کار بازار ته د ننوتلو لپاره په سمه توګه چمتو شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په خپلو ښوونیزو مرکزونو کې د مهارت‌محوره زده کړو پلي کولو ته ژمنه ده او د ورته پروګرامونو په ترسره کولو سره، هڅه کوي چې زده کونکي د کار بازار له اصلي اړتیاوو سره آشنا کړي او نوموړي د ماهر او متخصص کاري ځواک په توګه وپیژني.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS