د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ کې د عامه پوهاوي غونډه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۴:۱۰
بغلان

د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې په مسلکي انسټیټوټ کې د زده کوونکو او زده کړیالانو د جلب او جذب په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې قومي مخورو، زده کوونکو والدینو او ولسوالیو چارواکو ګډون کړی وو، یادې غوندې څخه یې موخه زده کوونکو او زده کړیالانو جلب او جذب په اړوند د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل شول.

په دې کتنه کې دولتي چارواکو، زده کوونکو والدينو، ديني عالمانو او قومي مخورو د بغلان ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکو د هلوځلو قدرداني وکړه او تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې موخې يې د ټولنې اقتصادي هوساینې لپاره ګټوري وبللي .

دوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پروګرامونو څخه خپل هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS