د بدخشان ولایت محبوسینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زورنې زمینه برابره شوې ده

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۲:۴۵
TVETA

د بدخشان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت په زندان کې د نارینه او ښځینه محبوسینو لپاره د لنډمهاله روزنیز حرفوي پروګرام د پیل کېدو خبر ورکوي.

د دې روزنیز پروګرام موخه د محبوسینو د بند په ترڅ کې او له خوشې کیدو وروسته د هغوی د ژوندانه ډاډمنتیا، د نوموړو د ځان بسیاینې ډاډمنتیا، د اعتصابونو مخنیوی او په زندانونو کې د رواني فشار کمول دي.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د لنډمهاله حرفوي پروګرامونو په وړاندې کولو سره په ټول هیواد کې له ټولنې څخه فقر له منځه یوسي او د هیواد اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.

د محبوسینو روزنیز پروګرام، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د زندانونو چارو ادارې ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک پر بنسټ، د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې عملا جریان لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS