د انرژی او اوبو انسټیټوټ د یو شمیر زده کړیالانو پرکتیک دوره پای ته ورسیده

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۴:۱۶
پرکتیک

د کابل د انرژی او اوبو انسټیټوټ د اوبو د سرچینو انجینرۍ څانګې پنځو تنو زده کړیالانو د انرژی او اوبو وزارت په بېلا بېلو ریاستونو کی خپلې عملي زده کړي په بریالیتوب سره بشپړ کړي.

هغوي د پنځو اونیو په بهیر کې، د اوبو د سرچینو انجنیري تجهیزاتو او لابراتوارونو کارولو مهارتونه زده کړل.

یادو زده کړیالانو د اوبو د انتقال د بندونو او د اوبو رسولو د شبکو په ګډون د پروژو د طرحې سره آشنا شول.

د انرژۍ او اوبو انسټیټوټ د زده کړیالانو لپاره د عملي کار د زمینې برابرولو په موخه له دولتي او خصوصي بنسټونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. ترڅو د یادو مرکزونو زده کوونکي او زده کړیالان له دغو مرکزونو څخه تر فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذب شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۶:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب بیا کتنه او اعتبار ورکول

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب د بیا کتنې، پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو ورکشاپ جوړ کړ. د تعلیمي نصاب ریاست مسئولین وایي، ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د بغلان له والي سره وکتل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، مولوي عبدالله مختار، سره وکتل او خبرې یې ورسره. . .

BACK TO NEWS