د افغانستان روباټیک ټیم څخه افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ملاتړ او د متحده ایالاتو د ډیجیټل ستیزن فاند مؤسسی (DCF) سره د همکاری هوکړه لیک لاسلیک کول؛

media_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۱۶:۶
tveta11

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرې میرمن ندیمه سحر او د امریکا د ډیجیټل ستیزن فاند مؤسسې مشرې رویا محبوب نن سهار په مرکزي اداره کې د ملي او نړیوالو رسنیو په شتون کې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ددې هوکړه لیک  لاسلیک کولو موخه د افغانستان خوب لیدونکو انسټیټوټ د جوړولو او کړنو د دوام لپاره د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې او ډيجیټل ستیزن فاند مؤسسې ترمنځ د همکارې زمینه برابرول دی چې ددغه انسټیټوټ مالی او تخنیکې ملاتړ د یادې مؤسسې او د افغانستان د اسلامې جمهورې دولت پر غاړه دی.

د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې مشره میرمن ندیمه د افغانستان روباټيک ټیم مشرتابه، غړو ملي او نړیوالو رسنیو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې له خپلواکې وروسته مهمې لاسته راوړنې په ګوته کړی. په افغانستان کې د تخنیکې او مسلکې زده کړو د اهمیت له امله، ددې ادارې روزنیزی برنامې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت لومړیتوب وو او په دې موده کې مونږ وکولای شول چې په ۲۵۵ ولسوالیو کې ۳۸۶ روزنیز مرکزونه او ۱۵ د دندو څانګې جوړی کړی دی.

میرمن سحر وویل: ددې هېواد ځوانان ډيرې وړتیاوی لري او مونږ باید دا وړتیاوی په کار واچوو. له همدې امله په افغانستان کې د انسانی پانګې تربیه او تولید د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې یو له مهمو او ستراتیژیکو  موخو څخه دی. هغې زیاته کړه؛ مونږ خوښ یو چې نن دغه هوکړه لیک لاسلیک کېږی چې موخه يې د افغانستان نوی نسل نوښتونو روزل او پیاوړی کول دی. نو ځکه ددې هوکړه لیک لاسلیک کول په افغانستان کې د ماهرو او مسلکې انسانی پانګې روزل او پیاوړی کولو کې خورا مهم او ارزښتناکه بلل کېږی.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ ملیونه وګړي د ۲۰کلنۍ څخه کم عمر لري؛ له نیکمرغه، موږ د ښځو په ځواکمنولو کې د اقتصادي پیاوړتیا، ټیکنالوژۍ او نوښت په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی!

د افغانستان د خوب لیدونکو انسټیټیوټ  لومړی په کابل، هرات او وروسته د هیواد په څلورو زونونو کې جوړ او سمبال شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځمکې چمتو کولو، درسي نصاب چمتو کولو، غوره زده کونکو راجلبولو، علمي اسنادو تایید، او د دې د استادانو ظرفیت لوړولو مسؤلیت پر غاړه لري.

د امریکا ډيجیټل ستیزن فاند مکلف دی چې ددې مرکزونو جوړولو او تجهیز لپاره د ملی او نړیوالو بنسټونو مالی او تخنیکې مرستې را جلب او مالی لګښتونه يې ورکړي.

هيله ده چې د دغه هوکړه لیک لاسليک او پلي کول به د ځوانانو لپاره د ښوونې او روزنې، څيړنې، نويو تکنالوژيو او مصنوعي استخباراتو په برخو کې د پوهې وده، سوکالي،  او پرمختګ زمينه برابره او هېواد علمي پرمختګ ته لاره پيدا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS