د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون د پرانیستې غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۴:۳۱
نمایشگاه

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون پرانیسته غونډه د حکومتي چارواکو په حضور کې ترسره شوه.

په دغې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت یو شمیر وزیرانو، د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د ښار جوړونې وزیر حمدالله نعماني، د چارو ادارې رئیس انورالحق انور او  خلیل الرحمن حقاني د مهاجرینو وزیر او د ملي آزموینو د ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني هم په دغې غونډه کې حضور درلود.

د دغې مراسمو په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د علم پر اهمیت او مقام خبرې وکړې او له نوښتګرو ځوانانو څخه یې ملاتړ وکړ.

هغه د قرانکریم آیتونو ته په اشارې سره وویل: خلک مکلف دي چې د کار او زیار له لارې له لوږې څخه ځان وژغوري او په امن او سکون کې ژوند وکړي.

ښاغلي مولوي شهامت هم په هېواد کې د سرتاسرې امنیت تأمین او اقتصادي پرمختګ د حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه یاد کړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل چې د افغانستان د خلکو دښمنان هم په دغو لاسته راوړنو اعتراف کوي.

په ورته وخت کې ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت، د بې وزلۍ له منځه وړل او د مسلکي او کاري ځواک روزل د دغې ادارې له اساسي موخو څخه وبلل او زياته يې کړه، چې دغه اداره يې د تحقق په لاره کې مهم ګامونه پورته کړي دي.

ښاغلي شهامت د کانونو او ریل پټلۍ سکټورونو په اړه وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره اوس مهال په دې برخو کې مسلکي کسان روزي.

نوموړي په هېواد کې د ګرځندويه او هوټلدارۍ د اهميت يادونه وکړه او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په هېواد کې د هوټلدارۍانسټیټوټ د جوړولو په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

له بل پلوه د ښار جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني د دغه ملي نندارتون په پرانیست غونډه کې خبرې وکړې او د هېواد په وده او پرمختګ کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رول مهم وباله.

ښاغلي نعماني دا هم وویل چې د علم زده کړه د مسلمانانو یو مهم رسالت دی او دا رسالت باید د بشریت د خدمت په موخه ترسره شي.

په ورته وخت کې د هېواد د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم چې په دغې غونډه کې یې ګډون کړی و، په هېواد کې د تعلیم او تحصیل په ځانګړي ډول د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ارزښت خبرې وکړې.

ښاغلي ندیم وویل، چې په هېواد کې تعلیمي او تحصیلي سکتور ټولې تعلیمي او تحصیلي چارې په همغږې توګه پرمخ وړي.

ښاغلي نديم د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د نوښتګرو د ملاتړ په اړه هم ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د لوړو زده کړو وزارت چمتو دى چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان په پوهنتونونو کې له یو کلن تنزیل پرته د تحصیل د دوام په پار جذب کړي.

ورپسې د آزموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لاسته راوړنې وستایلې.

په دغې ناسته کې د چارو ادارې رئيس انورالحق انور هم وينا وکړه او ويې ويل، چې علم د ټولنې د پرمختګ لامل کېږي.

ښاغلي انور د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د دغه نندارتون د جوړیدو څخه د مننې ترڅنګ په هېواد کې د نوښتګرو او خلاقو ځوانانو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

په دغې برنامې کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له یو شمېر وزارتونو او خصوصي او دولتي بنسټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

زده‌کوونکو د مایکروسکوپ اجزاوو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د مایکروسکوپ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د مایکروسکوپ اجزاوې او د. . .

BACK TO NEWS