د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری او د لویانو روزنې ملي مؤسسی (انافي) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۶:۱۰
tveta34

د تخنیکي او مسلکي زده کړو رییسه میرمن ندیمه سحر او د انافی مؤسسی رئیس ښاغلي عبدالبشیر خالقي نن سهار د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون لاسلیک کولو موخه په نیمه رسمي او غیر رسمي تخنیکي او مسلکي زده کړو سکتور کې پراختیا، پیاوړتیا او همغږي؛ د اداری کارکوونکو لپاره د مدیریت ظرفیت لوړولو برنامې پلي کول؛ په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کوونکو او فارغینو لپاره د غیر رسمي تخنیکي او مسلکي زده کړو پلي کول؛ په بلخ ولایت کی د فارغانو لپاره د کارموندنی زمینه برابرول؛ د تخنیکی او مسلکی زده کړو د نیمه رسمی او غیر رسمی معتبره جهانی نصاب په شریکولو کی دوه اړخیزه همکاری او د سواد زده کړې او مسلکي زده کوونکو ترمنځ د سیسټم او مواصلاتو رامینځته کولو لپاره هڅه کول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د ستراتیژیکو موخو معرفي کولو پر مهال، میرمن سحر ټینګار وکړ چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لومړیتوبونو څخه دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری مشری زیاته کړه ددی هوکړه لیک دواړه خواوی هڅه کوی د دې په لاسلیک کولو سره، د دندې په ډګر کې د فارغینو ننګونې او د لویانو تعلیم؛ د اداری د کارمندانو او استادانو ظرفیت ته وده ورکول؛ د نیمه رسمي او غیر رسمي زده کړې د همغږۍ او انسجام نشتوالي ننګونې له منځه وړل؛ د دندې موندل او د تخنیکي او مسلکي زده کړې ارزښت په اړه د پوهاوي لوړولو ستونزه حل کړی.

ښاغلی خالقی د انافی مؤسسی په اړه معلومات وړاندی کړل او د یوې واحدی سرچینې له لارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مدیریت په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری ستراتیژي ، د دی اداری له ستراتیژی څخه تود هرکلی وکړ. او دا یې د انافی مؤسسی د ستراتیژۍ سره په مطابقت کې وبلله. هغه زیاته کړه، موږ به د دې تړون د احکامو پلي کولو هڅه وکړو ځکه چې د دې مؤسسی د فعالیتونو موخه هم لومړني روزنه ده.

اغلې سحر او ښاغلي عبدالبشیر خالقی هیله څرګنده کړه چې دغه تړون به د تخنیکي او مسلکي زده کړی مرکزونو د فارغینو او مسلکي لویانو لپاره د کارموندنی په برخه کی ډیرې ننګونې حل کړي.

او د ظرفیت لوړولو برنامو په لارې اچولو  سره به د روزنې مرکزونو استادانو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری کارکوونکو لپاره ګټور ثابت شی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS