د اسلامي امارت لوړپوړو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۱۰:۱۱
بازدید مقامات

د افغانستان د اسلامي امارت لوړپوړو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه.

یاد موټر په باغ بابر کې د ملي ټلویزیون له خوا په جوړ شوي پروګرام کې نندارې ته وړاندې شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له دغه موټر څخه لیدنه وکړه او جوړونکي یې تشویق کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د هغه څه په اړه خبرې وکړې چې د دې ادارې د نوښت په مرکز کې جوړ شوي وو.

د اقتصاد وزارت سرپرست د موټر جوړونکو د ډلې د مشر انجنیر رضا احمدي له کړنو څخه ستاینه وکړه او ویې ویل، "د موټر جوړول د هېواد د ځوان نوښتګر انجنیر محمد رضا احمدي نوښت دی، خو دا زموږ د ټول ملت ویاړ دی."

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د ځوانو نوښتګرو د ملاتړ په موخه یې د دې ادارې له خوا د نوښت مرکز جوړ کړی دی.

د اسلامي امارت لوړپوړو هم انجینر رضا احمدي ته ستاینلیکونه او سوغاتونه ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۱۱
Background image

په «ایکو ریټ» ساختماني لابراتوار کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د زده کونکو عملي زده کړې!

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د ساختمانی څانګې محصلينو په « ایکوریت» لابراتوار کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د ساختماني موادو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه. همداراز د درس په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اجرائیه مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، په یادې اداره کې د کاري چارو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښار د تخنیکي زده کړو مرکزونو تدریسي مأمورینو او د مرکزي هستې اجرائیوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۳
Background image

د « حصه اول کوهستان » کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ له لوري د فوټسال سیالیو بهاري تورنمنت پیل شو

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د زده کونکو ترمنځ د غوره ښوونیز چاپیریال رامینځته کولو او د ورزشي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د " د زده کوونکو څخه د ملاتړ" تر عنوان لاندې. . .

BACK TO NEWS