تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې نوی رئیس معرفي شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۰:۱۹
tveta100

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې  نوي رئيس ښاغلي مولوی غلام حيدر شهامت د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د چارو ادارې  چارواکو هم کې ګډون درلود معرفي  او په  کار یې پیل کړ.

 په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو  ادارې پخوانی رئيس او د دغه ادارې  مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په ادارتو کې تغیر او تبدیل يو اصل وباله او د ښاغلي شهامت د ګومارنې هرکلی يې وکړ.

 ښاغلي فاضل ډاډ ورکړ، چې د تخنیکي  او مسلکي زده کړو  ادارې  کارونو د ښه والي په برخه کې به هېڅ ډول همکارۍ ونه سپموي.

د مالي او اداري چارو مرستيال د تخنيکي او مسلکي زده کړو  ادارې د تېرو شپږو مياشتو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې  خپلواکي  پرله پسې هڅو په پایله کې  ساتل شوې ده.

 په دې مراسمو کې د چارو ادارې مرستیال نورالحق انوري هم ګډون درلود نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره يوه مهمه ادراه  وبلله او ويې ويل، چې د رئيس الوزرا  له لوري يوه پلاوي چې د ادارتو تشکیلاتو بررسی مسولیت پر غاړه درلوده، پرېکړه وکړه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره دې خپلواکه پاتې شي.

 ښاغلي انوري په خپلو خبرو کې وویل چې په ادارتو کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله، او زیاته یې کړه چې حکومت ګمارنې د شرعي احکامو له مخې ترسره کېږي.

 د چارو د ادارې مرستیال ټینګار وکړ چې د حکومت چارواکي خپلې چارې په همکارۍ، همغږي او مشورې سره مخ ته وړي.

 له مراسمو وروسته د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې نوي رئيس مولوي  غلام حيدر شهامت د دې ادارې  د رهبرۍ پر غاړه اخيستل يو مسووليت او امانت وباله. هغه وويل چې اوس د یاد مسولیت لپاره د خداى او  وطن په وړاندې مسول دى.

ښاغلي شهامت په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اوس جګړه پای ته رسېدلې او اوس د هېواد د ودانولو وخت دی.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس دغه اداره د هېواد اقتصادي مهه برخه  وبلله او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې موخه د کار لپاره ماهر ځواک، د کار بازار ښه کول او په پاى کې په هېواد کې د بېوزلۍ کمول دي.

 ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان په پرمختګ کې ارزښتناک رول لوبوي.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې رييس د هېواد له هغو متخصصينو څخه چې بهرنیو هېوادونو ته تللې  وغوښتل چې  افغانستان ته په بیرته راتګ سره د هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي. هغه وويل: "دا وطن بايد جوړ شي، جګړه نوره بس ده."

ښاغلي شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې  لومړيتوبونه وړاندې کړل او ويې ويل، چې د ياد ادارې  د څېړنيزو وسايلو او فارمونو د کار د بازار له معيارونو سره سمون ورکړل شي.

نوموړي د ظرفيت جوړونې ، دکيفيت د کچې په لوړولو، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې  په جوړښت او د دې ادارې  په روزنيزو مرکزونو کې د زده کړیالانو  پر جذبولو ټينګار وکړ.

 د غونډې  په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د  اکاډمیکو چارو مرستیال استاد نورمحمد عزیزي په خپلو خبرو کې وویل: چې حکومت د تخنیکي او مسلکي زده کړو  اهمیت درک کړی او لومړیتوب يې ورکړی دی.

 ښاغلي عزيزي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې  پلانونو ته په اشارې سره وويل، چې له دغو پلانونو څخه يو هم د علوم کاربردی  پوهنتون جوړول دي، چې چارې بشپړ شوي او ډېر ژر به جوړ شي.

د يادونې وړ ده، چې د بزګر ورځې په مناسبت د مراسمو په پاى کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې چارواکو د ادارې  په انګړ کې يو شمېر نيالګي کښېنول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS