«هنز دوبي» د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۹:۲۵
tveta

«هنز دوبي» د جرمني هېواد تقاعد شوو لپاره د پالیسۍ د پراختیا حقوقي ارشد مشاور، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د پلان او ستراتیژیکو همغږیو له رئیس، مولوي نېک محمد نېکمل سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. 

په دغه لیدنه کې د افغان ـ جرمن انجمن او همدارنګه د افغان جرمن خونې مسؤلینو حضور درلود.

د دغه  خبرو اترو اساسي محور، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د «جي آی زیډ» مؤسسې بیا فعالېدل ګڼل شوي دي.

په همدغه ناسته کې د پلان او ستراتيژیکو همغږیو رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د هغه د موخو به هکله جزئیات وړاندې کړل.

همدارنګه نوموړی به دغه ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د «جي آی زید» مؤسسې د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه.

د جرمني هېواد د تقاعد شوو لپاره حقوقي مشاور وعده ورکړه چې د «جي آی زید»  مؤسسې له مسؤلانو سره به خبرې اترې کوي، ترڅو هغوی تشویق کړي چې په افغانستان، په ځانګړې توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې یوځل بیا خپل فعالیتونه پیل کړي.

له بل پلوه د افغان ـ جرمن انجمن رئیس په دغه ناسته کې د حرفوي زده کړو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د همکارۍ وعده وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS