د جوزجان تخنيکي انسټیټوټ زده کړیالانو په دولتي او خصوصي ادارو کې عملي زده کړي پيل کړي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۸:۳۰
جوزجان

د جوزجان ولایت تخنیکي انسټیټوټ د بېلابېلو څانګو 40 تنه زده کړیالان د یوې میاشتنۍ عملي زده کړو په موخه دولتي او خصوصي ادارو ته ور وپېژندل شول.

له دې جملې څخه د برښنا او موټرو څانګو زده کړیالانو په برښنا ریاست او یوه خصوصي ورکشاپ کې کار پیل کړ.

دغه راز د ساختماني او جيوډيزې څانګې زده کړیالان ښار جوړونې رياست ته او د نفتو او ګازو څانګې زده کړیالان افغان د ګازو تصدۍ رياست ته ور وپېژندل شول.

د هوکړې له مخې، په هره څانګه کې د ښوونیز مرکز څخه یو څارونکی او د همکارې ادارې څخه یو کنټرولر ټاکل کیږي چې زده کړیالانو ته به لارښوونه کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪ زیاتې زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

د مسلکي، ماهر او کارپوه ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له اصلي موخو څخه دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS