په ارزګان کې د افغانستان ا.ا «مجاهدینو» درې میاشتنۍ روزنیزه دوره په لاره واچول شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۴:۵۸
ارزګان

د ارزګان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت د افغانستان ا.ا «مجاهدینو» د ظرفیت لوړولو په موخه چې په دولتي ادارو کې د مامورینو په صفت ګمارل شوي دي، درې میاشتنې روزنیزه دوره جوړه کړه.

په دغه دوره کې د کمپیوټر مهارتونه، مدیریت او انګلیسي ژبه تدریس کیږي. دغه روزنیزه دوره له څو ورځو راهیسې پیل شوی او اوس هم دوام لري.

په نورو ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریتونو هم د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او "مجاهدینو" لپاره د ظرفیت لوړونې کورسونه جوړ کړي دي. تر اوسه پورې له دغو دورو څخه لسګونه کسان فارغ شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې دغه برنامه په ټولو ولایتونو کې پراخه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS