د خوست ولایت تخنیکی او مسلکی زده کړو آمر د یوناما استازو سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۱:۵۰
khost

دخوست ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر عابد الرحمن عابد په هغه غونډه کې چې دملګرو ملتونو دمرستندويه پلاوي (يوناما) داستازو په شتون کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.

 ښاغلي عابد په دې غونډه کې چې د خوست ولایت اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې جوړه شوې وه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تاریخچې په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې يې بشپړ معلومات وړاندې کړل.

په خوست کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر د تخنيکي او مسلکي مرکزونو نيمګړتياوې او اړتياوې د يوناما دفتر له چارواکو سره شريکې کړې.

 په پاى کې يې د غونډې له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په پراختيا کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS