د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د اقتصادي برخې رئیس، احسان‌الله دیدار، هم ګډون درلود. دواړو لورو د تخنیکي او حرفوي زده‌کړو په برخه کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر څرنګوالي بحث او نظرونه شریک کړل.

محترم مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له ادارې سره د آغاخان بنسټ له همکاریو څخه مننه وکړه او د حرفوي زده‌کړو د پراختیا لپاره یې د همکاریو پر دوام او لا پراختیا ټینګار وکړ.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس فقر له منځه وړل د دې ادارې له اساسي موخو څخه وبلل او ویې ویل، خلکو ته د تخنیکي او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرول کولای شي د افرادو د پیاوړتیا او د بې‌وزلۍ د کمولو په برخه کې اغېزناک رول ولري.

نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې د فقر د له منځه وړلو او د خلکو د ودې او ځان‌بسیاینې لپاره د زمینې په برابرولو کې همکاري کوي، په دنیا او آخرت کې د اجر او ثواب مستحق دي.

په دې ناسته کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او دواړو لورو د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار او هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS