د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د اقتصادي برخې رئیس، احسانالله دیدار، هم ګډون درلود. دواړو لورو د تخنیکي او حرفوي زدهکړو په برخه کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر څرنګوالي بحث او نظرونه شریک کړل.
محترم مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې سره د آغاخان بنسټ له همکاریو څخه مننه وکړه او د حرفوي زدهکړو د پراختیا لپاره یې د همکاریو پر دوام او لا پراختیا ټینګار وکړ.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رئیس فقر له منځه وړل د دې ادارې له اساسي موخو څخه وبلل او ویې ویل، خلکو ته د تخنیکي او حرفوي زدهکړو د زمینې برابرول کولای شي د افرادو د پیاوړتیا او د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې اغېزناک رول ولري.
نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې د فقر د له منځه وړلو او د خلکو د ودې او ځانبسیاینې لپاره د زمینې په برابرولو کې همکاري کوي، په دنیا او آخرت کې د اجر او ثواب مستحق دي.
په دې ناسته کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او دواړو لورو د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار او هوکړه وکړه.
