د لوګر ولایت د تخنیکي زده‌کړو مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه پیل شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۴۱

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکز زون ریاست خبر ورکوي چې د لوګر ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د استادانو او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه پیل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې په دې پروګرام کې استادانو او کارکوونکو ته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مسلکي روزنې ورکړل شي، چې پکې د تدریس اصول، نوې حرفوي زده‌کړې، مصنوعي ځیرکتیا او د تدریس مدیریت اړوند موضوعات شامل دي.

د دغه پروګرام ګډونوال استادان او کارکوونکي وایي چې د ظرفیت لوړونې دا ډول پروګرامونه د تدریسي چارو ښه والي لپاره ډېر ګټور دي او د ورته روزنیزو پروګرامونو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه تل د زده‌کړو په مرکزونو کې د ظرفیت لوړونې او تدریس مدیریت پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS