د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو او تدریسي مدیرانو ته د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۴

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت ددې ولایت د مقام دفتر سره په همغږۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو او تدریسي مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار جوړ کړ.

په دې سیمینار کې د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ۳۲ تنه استادانو او تدریسي مدیرانو ګډون درلود، چې په ترڅ کې یې نوموړو ته د ټولګي مدیریت، د تدریس میتودونو او د ازموینو د درجه بندۍ په اړه زده کړه ورکړل شوه.

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولینو په وینا؛ د دې روزنیز سیمینار د ترسره کېدو موخه د استادانو او تدریسي مدیرانو د پوهې کچه لوړول او همدارنګه په یاد آمریت کې د کاري چارو پرمختګ ویل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري په دوامداره توګه هڅه کوي چې د ظرفیت لوړولو سیمینارونو او ورکشاپونو په جوړولو سره د یادې ادارې د کارمندانو د پوهې او پوهاوي کچه لوړه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS