د چپرهار کرنې مسلکي انسټيټوټ د محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۱۵
TVETA

د ننګرهار ولایت اړوند د چپرهار کرنې مسلکي انسټيټوټ د محصلینو او متعلمینو فراغت غونډه ترسره شوه.

دغه مراسم د چپرهار کرنې مسلکي انسټيټوټ د انسټيټوت او لیسې له دورو څخه د کابو ۷۸ تنو زده کوونکو د فراغت په پار ترسره شول.

په دې مراسمو کې د ننګرهار ولایت سیمه‌ییزو چارواکو، علمای کرامو، د محصلینو والدینو او د یاد ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلینو هم حضور درلود.

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د غونډې په ترڅ کې ټينګار وکړ چې، ځوانان د ټولنې په پرمختګ کې اساسي رول لوبوي او بايد د هېواد د پرمختګ لپاره لا زيات کار وکړي.

د غونډې نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت ټينګار وکړ او غونډه فارغ شويو ځوانانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS