د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۴۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه د یادې ادارې د سرپرست، ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ  او ښاغلو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه.

د دې غونډې په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ، د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو څانګو په دې برخه کې د خپلو کړنو راپورونه وړاندې.

په دې غونډې کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  اړوند مرکزونو د ښوونیزنصاب د تالیف، ژباړې، تصنیف، او تصحیح پر څرنګوالي خبرې وشوې او د رهبرۍ غونډې ګډون کوونکو په دې برخه کې خپل نظرونه شريک کړل.

د یادونې وړ ده چې دننۍ غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د کتابونو او درسي ممدونو د ډیزاین لایحې په بیاکتنې هم بحث وشو.

همدارنګه په دې غونډه کې په نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS