د بلخ ولایت اړوند کرنې او وترنري انسټیټوټ د محصلینو لخوا د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۴:۲۷
TVETA

د محصلینو د علمي پوهې د پیاوړتیا او د درسي محتوا په مؤثره توګه پلي کولو لپاره، د بلخ ولایت د کرنې او وترنري انسټیټوټ د وترنري څانګې محصلینو د څارویو د اناتومي په برخه کې عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد په دې درسي جلسه کې، محصلینو ته د هاضمې سیسټم، تنفسي سیسټم  د اطراحیې سیسټم د ضمیموي اعضأو اناتوميک جوړښت د نیکروپسي «کالبدشکافي» له لارې تشریح کړ.

دغه راز د دې درس په جریان کې، محصلینو په دقت سره په فعالیتونو کې برخه واخیسته او د څارویو داخلي جوړښتونه یې په عیني ډول وکتل.

د دې درسي جلسې موخه د څارویو د بدن داخلي جوړښت په سمه توګه پېژندلو په برخه کې د محصلینو وړتیاوو لوړول او د ځانګړي کاري چاپیریال ته د نوموړو د چمتووالي لپاره د عملي زده کړو زمینه برابرول ویل شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د مهارت پر بنسټ د ښوونیزو پروګرامونو پر پلي کولو تأکید کوي او هڅه کوي چې په ټول هیواد کې د علمي-عملي زده کړو لړۍ پراخه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS