د غزني ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۲۳
TVETA

د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د سیرت النبي ﷺ سیالۍ چې د یاد آمریت له خوا په لاره اچول شوې وه،  نن ورځ یې د پایلو د اعلان مراسم ترسره کړل.

په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس او همدارنګه د غزني ولایت والي الحاج حافظ محمد امين جان عمري هم ګډون درلود او وينا يې وکړې.

ويناوالو په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې ځوانان او زده کوونکي بايد په خپلو کارونو کې د رسول الله ﷺ  له سيرت څخه د خپل ژوندانه د اساس په توګه کار واخلي.

دغه راز په دغه پروګرام کې د مقاماتو له خوا د یادې سیالۍ ممتازو زده کوونکو ته جايزې او ډالۍ هم ورکړل شوې او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS