د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون پرانیستل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۴۱
TVETA

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون د کابل په بادام باغ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا پرانستل شو.

د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې یو شمېر لوړ پوړو حکومتي مقاماتو ګډون او ویناوې یې هم وکړې.

د یاد پروګرام په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې د پروګرامونو او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو په نندارتون کې د نوښتګرو پروژو ته په اشارې سره وويل چې دغه پروژې هر اړخيز ملاتړ ته اړتيا لري.

دغه راز نوموړي په خپله پرانیستونکې وینا کې د نوښتګرو او مبتکرو کسانو د ملاتړ او پیشتیبانۍ ترڅنګ د هغوی لپاره د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

په یادې غونډه کې محترم قاري عبدالستار سعید د ریاست‌الوزرا د مقام پیغام ولوست.  د ریاست الوزرا په پیغام کې ټینګار شوی چې حکومت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له پروګرامونو او لاسته راوړنو څخه ملاتړ ته ژمن دی.

همدارنګه د پروګرام په دوام کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم وینا وکړه. نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد پرمختګ په هېواد کې د تعلیمي سکتور ملاتړ ته اړتیا لري او افغانستان هم باید د علم او پوهې په ډګر کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

په یادې غونډه کې محترم قاري عبدالستار سعید د ریاست‌الوزرا د مقام پیغام ولوست.  د ریاست الوزرا په پیغام کې ټینګار شوی چې حکوت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له پروګرامونو او لاسته راوړنو څخه ملاتړ ته ژمن دی.

د پروګرام په دوام کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم وینا وکړه. نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد پرمختګ په هېواد کې د تعلیمي سکتور ملاتړ ته اړتیا لري او افغانستان هم باید د علم او پوهې په ډګر کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال څرګنده کړه چې: "اوس د دې وخت رارسېدلی چې هر کس په ځانګړې توګه ځوانان د هېواد د پرمختګ په لاره کې لا زیاتې هڅې وکړي."

دغه راز په دې مراسمو کې نورو ويناوالو هم ويناوې وکړې. نوموړو په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد یو له مهمو بنسټونو څخه ده او له پروګرامونو یې باید بشپړ ملاتړ وشي.

د غونډې په پای کې مسوولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د محصلینو له پروژو څخه لیدنه وکړه او هغوی یې د هیواد د پرمختک په برخه کې وهڅول.

ټاکل شوې ده چې دغه نندارتون به د 1403کال د لړم میاشتې تر 30 مې نېټې پورې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی سیمینار پیل شو. د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

BACK TO NEWS