د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۹:۴۹
TVETA

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برښنا دوولسم ټولګي زده کوونکو ته د برقي کنټرولر د جوړولو اړوند په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته د برقي کنټرولر د جوړولو د څرنګوالي او همداراز د په برقي اتصال کې ستبلیزر د ارزښت په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري تل هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

BACK TO NEWS