د مولوي غلام حیدر شهامت او ریاست الوزرا له یوه پلاوي ترمنځ ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۲:۲۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست محترم مولوي غلام حیدر شهامت په خپل کاري دفتر کې د ریاست الوزرا د عمومي دفترریاست له مرستیال محترم سید احمد مستقیم سره وکتل.

په دې ناسته کې د ټولګټو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، مفتي نورالله د مخابراتو وزارت حقوقي رئیس، مولوي عبدالاحمد طیب، سلطان احمد سباوون د الکترونیکي تذکرو رئیس او د احصائیې او معلوماتو ادارې د نفوسو د احوالو  ثبت رئیس روح الامین هم حضور درلود.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاريو پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې.

د یادې غونډې په پيل کې د د ریاست الوزرا د عمومي دفتر ریاست مرستیال د اداراتو د مسوولينو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې نوموړي باید د ستونزو د هواري په موخه له یو بل سره همغږي اوسي.

له بلې خوا د احصايې او معلوماتو ادارې مسوولينو په دې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه وغوښتل چې له نوموړو سره په بېلابېلو تخنيکي برخو کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست محترم مولوي غلام حيدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه په مختصره توګه د یادې ادارې په هکله توضیحات وړاندې کړل.

محترم مولوي شهامت د "اداراتو وسایلو د ترمیم مرکز" د جوړولو طرحې څخه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا جوړه شوې طرحه ده هم یادونه وکړه او ویې ویل چې په تطبیق سره به یې د اداراتو د تجهیزاتو او ډیجیټل وسایلو د ترمیم او بیارغونې زمینه مساعده شي.

دغه راز دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ژمنه وکړه چې یاده اداره  د احصايې او معلوماتو د ادارې په ګډون له ټولو اداراتو سره په تخنيکي او مسلکي برخو کې همکاریو ته چمتو ده .

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په نننۍ غونډه کې پر يو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وشوې او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

BACK TO NEWS