د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او غزني پوهنتون ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۱:۰
TVETA

د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي عتیق الله محمدي د غزني پوهنتون ریاست له رئیس مولوي عبدالواسع «منصور» سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د غزني پوهنتون ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د لوړو زده کړو د دوام په موخه په یاد پوهنتون کې جذب کړي.

په دې تفاهم لیک کې همداراز راغلي چې د غزني پوهنتون ریاست به د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په لاره واچوي.

له بلې خوا د محصلینو د پرکتیک دورې لپاره زمینه برابرول او د غزني پوهنتون ریاست له لابراتوار، کتابتون، کمپیوټرلب او نورو شته امکاناتو څخه د محصلینو ګټه اخیستنه د دغه تفاهم لیک له موادو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له دې وړاندې د غزني تخنیکي پوهنتون او سلطان محمود غزنوي لوړو زده کړو موسسې سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندز کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د رطوبت سنج سیستم په اړه روزنه ورکړل شوه

د کندز ولایت کرنې او وترنري انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د عملي زده کړو په چوکاټ کې د یاد ولایت د کرنیزو تحقیقاتو په مرکز کې د باد او رطوبت سنج سیستم په اړه روزه ورکړل شوه. د دې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۵۱
Background image

د برقي وسایلو د ترمیم کولو په برخه کې د لوګر تخنیکي لیسې زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د لوګر ولایت اړوند تخنیکي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په چهار چوب کې د برقي وسایلو د ترمیم او بیاروغونې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۲۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، اصلاحي غونډه د یادې ادارې د کارمندانو په ګډون او د ښاغلي قاري محمد مومن په وینا سره ترسره شوه. په دې اصلاحي غونډه کې، ښاغلي قاري محمد مومن د نفس د اصلاح. . .

BACK TO NEWS