د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د بدخشان ولایت د تخنيکي زده کړو له مرکزونو څخه ليدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۲:۱۰
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل، بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له وضعیت څخه لیدنه وکړه.

په همدې حال کې محترم مفتي فاضل او ورسره پلاوي یې د بدخشان ولایت د ځانګړو زده کړو له لېسې څخه ليدنه وکړه او ددغه ښوونيز مرکز په زده کوونکو يې قرطاسیه او درسي توکي هم وويشل.

دغه ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي د سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د حل او اړتیاوو په ګوته کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS