د افغان ملي بانک له مسوولینو سره د مالی او حسابي د رئیس غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۶:۴۰
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او محاسبې رئيس ښآغلي مولوي نياز محمد مختار د افغان ملي بانک له مسوولينو سره وکتل.

د یادې غونډې محور، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي مرکزونو زده کوونکو ته د بدل اعاشې د ورکړې په اړه د یاد تفاهم لیک تمدید ویل شوی.

په دې کتنه کې دواړو لورو پرېکړه وکړه چې د یادې ادارې د ښوونیزو مرکزونو د زده کوونکو لپاره د بدل اعاشې د ورکړې په برخه کې د افغان ملي بانک له لارې د دواړو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم‌ليک تمديد کړي.

د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل او د یاد تړون د تمدید په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تر دې وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د زده کوونکو بدل اعاشه د پنځه کلن قرارداد په ترڅ کې د افغان ملي بانک لخوا ورکول کیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

BACK TO NEWS