په خوست ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي آمریت مسؤلین په یاد ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.
د دغه پروګرام په افتتاحیه مراسمو کې د خوست ولایت سیمه ییز چارواکي او مشرانو حضور درلود.
په دې غونډه کې ويناوالو د مجاهدينو لپاره د زده کړو د زمينې په برابرولو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه چې له دې فرصت څخه مجاهدین بايد اعظمي ګټه پورته کړي.
د هغې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوې او د ریاست الوزرا د مقام لخوا منظور شوې ده؛ د هیواد په هر ګوټ کې مجاهدین کولای شي د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.