د جلریز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د فنګسونو تشخیص او کښت

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۸:۵۶
TVETA

د میدان وردګو ولایت د جلریزتکثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو ته په عملي ډول د فنګسونو د تشخیص او کښت په اړه روزنه ورکړل شوه.

همدارنګه لارښود استاد  په دې درس کې د نباتاتو د ناروغیو په اړه توضیحات ورکړل او د خوړو په چاپیریال کې د "فنګس" باکتریا د کرلو د څرنګوالي په اړه عملي توضیحات ورکړل.

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي آمریت د مسوولینو په وینا، د نباتي باکتریاو او فنګسونو کښت د دغه ولایت د جلریز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د محصلینو او استادانو له نوښتونو څخه دی، چې په هېواد کې یې ساری کم لیدل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د کارکوونکو د تشکیلاتي وضعیت او ګومارنو په اړه آنلاین غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو رئیس، محترم مولوي شاکرالله الکوزي، د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمرینو سره په یوه آنلاین غونډه کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۶:۱۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د ادارې د نویو ګومارل شویو کارکوونکو لپاره د کمپیوټري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې تعلیمي نصاب بیاکتنه وشوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست مسؤلین وایي، چې د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې د تعلیمي نصاب د بیاکتنې او پراختیا بهیر، د کابل پوهنتون له استادانو. . .

BACK TO NEWS