د هېواد په څلورو ولایتونو کې د ځانګړو زده کړو مرکزونه جوړیږي

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۹:۵۳
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د نه اورېدلو معلولیت لرونکو کسانو په ملاتړ د هېواد په څلورو ولایتونو: تخار، جوزجان، فاریاب او هلمند کې د ځانګرو زده  کړو مرکزونو د منظور کېدلو حکم لاسلیک کړ.

د مسؤلینو په وینا د ځانګړو زده کړو مرکزونو جوړولو موخه په یادو ولایتونو کې د نه اورېدونکو او لیدونکو معلولینو ملاتړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره همدا مهال په هېواد کې ټول ټال ۳۷۱  د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه فعالیت لري، چې له دغه ډلې ۱۶ مرکزونه د ځانګړې زده کړې وړاندې کوي چې نه لیدونکي او نه اورېدونکي قشرونه تر پوښښ لاندې نیسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS