د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۶:۴۳
فراغت مراسم

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو، فارغانو د فراغت مراسم د دولتي چارواکو په حضور کې ترسره شول.

په دغې مراسمو کې د مهاجرینو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني، د کابل والي ښاغلي شیخ امین الله عبید، د ملي آزموینو ادارې رئیس ښاغلي عبدالباقي حقاني او د وزارتونو یو شمیر مرستیالانو او استازو هم برخه اخیستې وه او وینا یې وکړې .

د دغې برنامې په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت خبرې وکړې او محصلینو ته یې د فراغت مبارکي وویله.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ځوانانو د راتلونکې هيله او د هېواد سرمايه ده. نوموړي همدا راز زیاته کړه «چې د هېواد ځوانان باید د ایمان په وسلو سمبال شيِ».

همدارنګه ښاغلي مولوي شهامت په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د ځوانانو د زده کړې لګښت له بیت المال څخه ورکول کیږي او ثمره یې هم باید د هیواد او خلکو لپاره مصرف شي.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې په افغانستان کې د علمي او تحصیلي نهادونو د علمي خپلواکۍ سره به دغه هېواد په نږدې راتلونکي کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له ځوانانو هم وغوښتل چې په هېواد کې پاتې شي او د ابادۍ لپاره کار وکړي.

په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل چې د اقتصاد، کرنې، ریل پټلۍ په ګډون ټول سکتورونه تخنيکي او مسلکي زده کړو ته اړتيا لري.

د دغې مراسمو په دوام کې د مهاجرينو وزير د علم او پوهې په اهميت خبرې وکړې او ويې ويل، ټول علوم په قرانکريم کې پټ دي او بايد ترې استفاده وشي.

ښاغلي خلیل الرحمن حقاني زیاته کړه، ځوانان دې په اسلامي عقایدو او اخلاقو سمبال شي او د ټولنې د پرمختګ لپاره دې له قرآني علومو استفاده وکړي.

له بلې خوا د کابل والي ښاغلي شیخ امین الله عبید د تخنیکي او مسلکي زده کړو  مرکزونو، فارغانو د نمانځغونډې په مراسمو کې په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د نننۍ ټولنې پرمختګ د تخنیک او مسلک پر بنسټ ولاړ دی.

ښاغلي امین الله عبید زیاته کړه چې د مدرسې او ښوونځي ترمنځ توپیر نشته او دواړه باید د هېواد د پرمختګ او ترقي په برخه کې کار وکړي.

د دغې برنامې په پای کې د کابل ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي  رفیع الله حبیبي خبرې وکړې او د فارغانو په اړه یې توضیحات ورکړل.

ښاغلي حبیبي وویل چې څه د پاسه ۱۲۰۰ تنه محصلین د برښنا، تخنیک، موټر، موبایل، اقتصاد، ژورنالیزم او کرنې په ګډون له بېلابېلو څانګو څخه فارغ شوي دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر له دولتي مسوولينو وغوښتل چې په ادارو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې متخصص او حرفوي کسان په دندو وګماري.

نورو ويناوالو هم په هېواد کې د علم او تخنيکي او مسلکي زده کړو پر اهميت ټينګار وکړ او غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو او د افغانستان لپاره د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS