ځوانان څنګه نوښت او خلاقیت ته هڅول کېږي؟

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۲:۵۴
ابتکار و خلاقیت

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په هیواد کې د لومړي ځل لپاره د خلاقیت او نوښت د ملاتړ په موخه د نوښت مرکز جوړ کړ.

په دغه مرکز کې لومړی یو سپورټي موټر چې جوړونکی یې رضا احمدي دی، ثبت او نیمګړي کارونه یې بشپړ شول.

د دغه موټر جوړېدل د هېواد د اوسېدونکو لپاره د وياړ او خوښۍ سرچينه شوه او نړيوال شهرت يې ترلاسه کړ. نړیوالو رسنیو د دغه موټر په اړه خبرونه او راپورونه چمتو کړي.

د رضا احمدي هڅونې او مادي او معنوي ملاتړ نور ځوانان د خلاقیت او نوښت لپاره هڅولي دي.

په دغه وروستيو کې په غزني، تخار او فارياب کې لږ تر لږه دری ځوانان په دې وتوانېدل چې په خپلو لومړنيو امکاناتو سره يو موټر جوړ کړي.

  • په غزني کې زهرې ټانګ جوړ شو

 په غزني ولایت کې د سیف الله په نوم یو ځوان توانېدلی چې له شته امکاناتو په استفادې یو پوځي ټانګ جوړ کړي.

د هغه په وينا، دا ټانک زهرې دى او پر جوړېدو يې ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلى دى.

سیف الله وايي چې دا موټر یې په پنځو میاشتو کې جوړ کړی دی. دغه موټر یې تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ته سپارلی دى.

  • په تخار کې جیف آهو ډوله موټر جوړ شو

حيات الله چې د تخار ولايت تخنيکي انسټيټوټ د نوښتګرو زده کړیالانو له ډلې څخه دى، په دې وتوانیده چې  "جيف آهو" ډوله موټر جوړ کړي.

په وروستیو کې دغه موټر د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا په جوړ شوي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو.

د دغه موټر په جوړولو ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی.

د موټر جوړونکي حيات الله وايي، که يې ملاتړ وشي او خام مواد ورته برابر شي، نو د هر ډول موټرو په جوړولو کې به له نړيوالو فابريکو سره سيالي وکړي.

  • په فاریاب ولایت کې موټر جوړ شو

په فارياب ولایت کې د مقصود په نوم يوه ځوان له شته امکاناتو په استفادې موټر جوړ کړ. هغه خپل موټر ته "اقرا" نوم ورکړ.

د انجنير مقصود په وينا، له موټر ماشین پرته د دغه موټر نورې برخې کورني توليدات دي.

هغه زیاتوي چې د دغه موټر پر جوړولو ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی.

انجينر مقصود وايي: "دا فکر کېده چې د افغانستان خلک هم د ستنه هم نه شي جوړولاى، خو نن موږ موټر جوړوو."

په لسګونه نور نوښتونه او خلاقیت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د نوښت په مرکز کې ثبت شوي دي. د دغو خلاقیتونو او نوښتونو څخه ځینې بشپړ شوي او نور یې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د لغمان ولایت له تخنیکي آمریت څخه لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې لغمان ولایت ته لاړ او هلته یې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمریت څخه لیدنه وکړه. یاد پلاوی د خپل سفر په دوام کې د لغمان له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده کوونکو د امنیې قومندانۍ په ورکشاپ کې عملي روزنه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې د برېښنا څانګې زده کوونکو د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې، د موټر د ترمیم او ویل بیلانس کولو په اړه په عملي توګه روزنه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنې دوام لري

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو پلاوی د محترم مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د خپل سفر په ادامه کې بلخ ولایت ته ولاړ، او د سجادیه تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ او د ادارې او محاسبې. . .

BACK TO NEWS