د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د نندارتون ترسره شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په نوښت صنعتي او کرنیز نندارتون ترسره شو.
په دغه نندارتون کې د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکز زده کړیالانو او استادانو خپل تولیدات او ابتکارت نندارې ته ایښي و.
د یاد نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو هم حضور درلود.
د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر انجنیر فضل الباري نصرت وویل، چې د یاد نندارتون له جوړېدو څخه یې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ارزښت څرګندول دي.
هغه زياته کړه، چې د دغه ډول نندارتونونو په جوړولو سره نوښتګرو او کارپوه کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.
د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري نور محمد حنیف هم وینا وکړه او ځوانان یې د علم او مسلکي زده کړو ته وهڅول.
دغه راز د ننګرهار د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني هم د ديني ارزښتونو په رڼا کې د صنعت او مسلک په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: "موږ په دې برخه کې له نړۍ سره سيالي لرو".