د لوګر محمدآغې ولسوالۍ په کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د فراغت مراسم و نمانځل شول

د لوګر ولایت د محمداغې کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ادارې او سوداګرۍ د څانګې څخه څه باندې 20 تنه فارغانو د فراغت غونډه ترسره شوه.
په دې مراسمو کې د لوګر ولایت تخنیکي آمر حبیب الله حبیبي زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي وویله او هغوی یې د هېواد سرمایه وبلل.
د غونډې په پای کې فارغانو ته تصدیق پاڼې وویشل شوي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې تر 60% سلنې زياتې زده کړې عملي دي.