ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس د غور ولایت د تخنیکی او مسلکي زده کړو مرکزونو له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۳:۱۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د یادې ادارې پلاوي  د غور ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د غور ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولینو او کارکوونکو سره غونډه جوړه کړه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر ستونزو او د اړتیاوو د حل پر څرنګوالي خبرې وشوې.

په دې کتنه کې محترم مولوي احساس وویل، خلکو ته د علم وړاندې کول او ور زده کول یوه سپیڅلې دنده ده او له مسوولینو یې وغوښتل چې د دې سپېڅلي دندې په ترسره کولو کې له اخلاص او صداقت څخه کار واخلي.

همداراز د غونډې ګډونوالو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي لخوا د چارو د ښه والي په موخه سیمینار هم وړاندې وړاندې شو.

نوموړو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د مسؤلینو د وړاندیزونو او ستونزو د حل کولو د ژمنې ترڅنګ په ځینو موضوعاتو کې یې هغوی ته لازمې هدایات هم ورکړل.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د یاد ولايت د مرکز، تیوره، لعل سرجنګل او دولت يار ولسوالیو له تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له وضعیت څخه څارنه کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS