په کابل کې ناشنوایانو لپاره لنډ مهاله حرفوي کورس په لاره اچول شوی

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۹:۲۹
برگزاری کورس کوتاه‌مدت حرفوی برای ناشنوایان در کابل

په کابل کې د ناشنوایانو لپاره په ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ کې دری میاشتنی حرفوي کورس په لاره اچول شوی دی.

په دغه برنامه کې ۳۱ ناشنوا زده کوونکو ته د ناشنوا ښوونکو له خوا د خیاطۍ زده کړه ورکول کېږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئیس عبدالودود هوتک وويل، چې دغه اداره ناشنوایانو او نابینایانو کسانو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

نوموړي د لنډ مهاله حرفوي کورسونو پر اغېزمنتيا د ټينګار ترڅنګ وويل، چې تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره به په نورو څانګو کې هم د ناشنویانو او نابینایانو لپاره لنډ مهاله کورسونه جوړ کړي.

ښاغلي هوتک له ناشنویانو او نابینایانو زده کوونکو وغوښتل چې د حرفې په زده کولو کې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

BACK TO NEWS