په کابل کې د انسټیټونو او لیسو آمرینو لپاره د ظرفیت لوړونې سمینار ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۷:۲۵
ارتقای ظرفیت

د کابل ښار د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټونو او لیسو آمرینو لپاره د ظرفیت لوړونې سمینار د ابو ریحان د لوړو زده کړو مؤسسې په همکارۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو د ادارې پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له خوا ترسره  شو.

د دغه سمینار موضوع کنټرول او نظارت وه او د ابو ریحان د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي رئیس محمد انور پناهي له خوا وړاندې شو.

د دغه پروګرام د ترسره کولو موخه په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د آمرینو ظرفیت لوړول وو.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې وړاندې هم د ابو ريحان د لوړو زده کړو مؤسسې په ګډون د خصوصي تحصيلي مؤسسو په همکارۍ تعليمي برنامې جوړې کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS