په لوګر ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام دوام

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۹:۱۲
TVETA

په لوګر ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام د دغه ولایت د یو شمیر نظامي مسؤلینو په حضور کې ترسره شو.

 د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي وايي، چې د دغه پروګرام د فراغت دورې په پای کې به فارغانو ته سندونه هم ورکړل شي.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا د چمتو شوې طرحې پر بنسټ چې د ریاست الوزرا د مقام له لوري منظور شوې، مجاهدين کولاى شي د زده کړې لپاره د تعليمي سویې د تثبیت وروسته د هېواد په هر ګوټ کې  د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

 دا پروګرام په داسې حال کې په لوګر ولایت کې په لاره اچول شوی چې مخکې هم د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکو د مجاهدینو لپاره د ګڼو ښوونیزو پروګرامونو د جوړولو اعلان کړی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS