په بلخ کې د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د وضعیت د بررسي کولو دوام

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۲:۴۸
بلخ

مولوي غلام حیدر شهامت د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت بررسي کولو په دوام  د یاد ولایت د سجاديه د تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ بررسي کړ.

نوموړي په مستقيم ډول د استادانو د تدريس څرنګوالي څارنه وکړه او د دغه ښوونيز مرکز د مسئولينو او محصلينو اړتياوې يې واورېدې.

د عملي کار لپاره د تجهیراتو کمښت او همدارنګه د کمپیوټر لب نشتوالی د بلخ سجادیه انسټيټوټ یوه له لویو ننګونو څخه بلل کیږي.

ښاغلي شهامت د بلخ د سجادیه انسټیټوټ د ستونزو د رسیده ګې او حل په اړه ډاډ ورکړ.

تر دې مخکې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي هم د بغلان، کندز، تخار او سمنګان  ولايتونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له يو شمېر مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.

په دغه سفر کې له مولوي غلام حیدر شهامت سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو پلاوی هم ملیتا کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS