په بغلان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو د ۱۵۰ تنه فارغانو د فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۲:۵
 بغلان

په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو څخه د ۱۵۰ تنه فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول.

دوی د ادارې او مدیریت، ادارې او تجارت، برښنا انجینرۍ، ساختماني انجینرۍ، کمپیوټر ساینس، عمومي کرنې او وترنري له څانګو څخه فارغ شوي دي.

 د دغو زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل هم حضور درلود او په خپلو خبرو کې يې د مسلک او حرفی زده کولو پر اهميت خبرې وکړې.

ښاغلي فاضل ځوانان وهڅول چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره یوځای شي.

غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو او د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS