په بغلان ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۲۸
tveta

په بغلان ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام د یاد ولایت د یو شمیر سیمه ییزو چارواکو په شتون سره پیل شو.

په دې مراسمو کې ويناوالو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له رهبرۍ څخه د مجاهدينو لپاره د زده کړو د زمينې برابرولو په برخه کې ستاینه او قدرداني وکړه او په یاد پروګرام کې له ګډون کوونکو مجاهدينو څخه وغوښتنه وکړه تر څو د یاد فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

له بلې خوا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او د بغلان ولايت د پوهنې رييس وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په هېواد کې يو له مهمو بنسټونو څخه ده چې په هېواد کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کار بازار لپاره د ماهر ځواک د روزنې په برخه کې فعالیت کوي.

دا پروګرام په بغلان ولایت کې په داسې حال کې ترسره شو چې په یوشمېر ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام روان دی او مجاهدین پکې زده کړې ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS