مولوی غلام حیدر شهامت د هرات ولایت له کرخ کثیرالرشتوي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له کرخ کثیرالرشتوي انسټيتوټ څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې نوموړي د کرخ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د مسلکي زده کړو له بهیر څخه څارنه وکړه او د تدریسي چارو د لا ښه والي په موخه یې کارکوونکو ته لازمې هدایات وړاندې کړل.

د يادونې وړ ده، چې نوموړي تر دې وړاندې د زنده جان ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې له وضعیت څخه هم څارنه کړې او له زده کوونکو سره يې په مستقيم ډول کتلې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي ریاست کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو رياست د افغانستان نړيوال بانک سره په همکارۍ د دې ادارې اړوند مالي او حسابي ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړولو پروګرام ترسره کړ. په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۴۸
Background image

د کاپیسا ولایت (حصه دوم کوهستان) ولسوالۍ تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته د برق په اړه روزنه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت (حصه دوم کوهستان) ولسوالۍ تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د برق څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د سب استیشن د تجهیزاتو په اړه په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۴۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو د تطبیق څرنګوالی

عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو هغوی وکولای شي د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي. له همدې امله د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې. . .

BACK TO NEWS