مولوي غلام سعید احساس د کندهار ولایت له والي او د یاد ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۵:۵۱
TVETA

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له والي او يو شمېر نورو سيمه ييزو چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارزښت په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د کندهار له والي سره په ليدنه کي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اهدافو، برنامو او لاسته راوړنو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

نوموړي په دې غونډه کې د مجاهدينو د روزنيز پروګرام په اړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا په لاره اچول شوی په واضع توګه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، چې اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ٣٥زره تنه مجاهدین د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدينو په روزنيز پروګرام کې په زده کړو بوخت دي.

په ورته وخت کې د کندهار والي او د یاد ولایت سيمه ييزو چارواکو کندهار ولایت ته د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له پلاوي د سفر څخه قدرداني وکړه او زياته يې کړه، چې له ټول توان سره به دیادې ادارې د پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.

له بلې خوا مولوي غلام سعید احساس دغه خبرې د ۲۰۵ البدر قول اردو له مسوولینو سره چې یو شمېر نظامي منسوبینو هم په کې حضور درلود لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د مجاهدينو د روزنيز پروګرام د ارزښت په اړه خبرې کړې.

نوموړي زیاته کړه، مجاهدین باید د رامنځ ته شوي فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د علم په حاصلولو کې لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS