له باختر پوهنتون سره د همکارۍ د هوکړه ليک مسوده وڅيړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۳:۰
ریاست پلان

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکې همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل د باختر خصوصي پوهنتون له رئيس محمد نبي شهاب سره وکتل.

په دغه کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او باختر پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک د مسودې په هکله خبرې اترې وشوې.

د باختر پوهنتون رئيس او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان ریاست کارکوونکو د يادې مسودې  په اړه خپل نظرونه او کتنې وړاندې کړې او موافقه وشوه چې د يادې طرحې د نهايي کولو لپاره به غونډې دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS