(ستی ان) موسسې سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست غونډه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۶:۱۹
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د (ستی ان) موسسې له مسوولينو سره د يوې مجازي ناستې په ترڅ کې وکتل.

د یادې غونډې محور له آلمان هیواد څخه افغانستان ته د تعلیمي څانګو د انتقال د چټکتیا پر څرنګوالي ویل شوی.

په دې کتنه کې د (ستی ان) موسسې مسوولینو هېواد ته د تعلیمي څانګو د انتقالولو په برخه کې د خپلو کارونو د پرمختګ په اړه توضیحات وړاندې کړل.

له بلې خوا الحاج مولوي غلام حیدر شهامت ټینګار وکړ چې تعلیمي څانګې باید د افغانستان د اړتیاوو پر بنسټ دې هیواد ته انتقال شي.

همداراز دواړو خواوو افغانستان ته د تعلیمي څانګو د انتقالولو بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم په مفصله توګه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې دواړه بنسټونه به د همکاریو د تفاهم لیک پر بنسټ خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يو کال وړاندې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې له آلمان څخه افغانستان ته د تعلیمي څانګو د انتقال په موخه له (ستی ان افغانستان) موسسې سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS