د کونړ ولایت اړوند دره پیچ کرنې انسټیټوټ د زده کونکو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ!

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۲۲

د کونړ ولایت اړوند دره پیچ کرنې مسلکي انسټیټوټ د لسم ټولګي زده کونکو ته د نور خپریدو په اړه د یوې درسي جلسې په ترڅ کې روزنه ورکړل شوه.

د فزیک مضمون استاد زده کونکو ته په مستقیم خط کې د نور خپریدو د څرنګوالي په ګډون د بیلابیلو موضوعاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

په ورته وخت کې، زده کونکو په دې برخه کې خپلې پوښتنې او سوالونه له استاد سره شریکې کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده. له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي او یا د شغل رامینځته کولو وړتیا مومي.

په همدې منظور سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو په پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS