د کابل د روشندلانو تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټيټوټ آمر څخه تقدیر وشو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۵:۴۹
tveta

د کابل ولایت د روشندلانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټيټوټ آمر محترم نورمحمد فیضي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت له خوا وستایل شو.

محترم مولوي شهامت د روشندلانو انسټيټوټ د آمر د ستاینې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، د اسلامي نظام مسوولین لوی خدای(ج) او ولس ته ځواب ورکوونکي دي،له همدې امله باید خپل کاري مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د روشندلانو په انسټيټوټ کې د ښاغلي فیضي خدمات او هڅې د ستایلو وړ دي.

په ورته وخت کې د کابل د روشندلانو انسټيټوټ استادانو او مسوولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رئیس څخه د نوموړي د خدماتو او د لیدلو او اورېدلو معلولیت لرونکو وګړو ته د لا زیاتې پاملرنې له امله مننه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د اورېدلو او ليدلو د معلوليت لرونکو کسانو لپاره په ځانګړو ښوونيزو مرکزونو کې ټول لازمې امکانات او اسانتياوې برابرې کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS