د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول
د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل.
دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا، اقتصاد، کرنې، ساینس او ارواپوهنې په برخو کې دي او د استادانو، محصلانو او زدهکوونکو د مطالعې او علمي څېړنو لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.
د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ زدهکوونکو او مسئولینو د دې علمي او ارزښتناک اقدام قدرداني وکړه او دا یې د علم د ودې او د مطالعې د فرهنګ د پراختیا په برخه کې اغېزناک ګام وباله.
