د چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ کتابتون ته د سلګونو کتابونو ډالۍ

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۴:۳۷
tveta

د ميدان وردګو ولايت د چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ تخنيکي آمریت مسوولين وايي، چې د دغه انسټيټوټ کتابتون ته سلګونه ټوکه بېلابېل کتابونه ډالۍ شوي دي.

په دغو کتابونو کې د طب، انجینرۍ، برېښنا، اقتصاد، ژورنالیزم، کرنې او ساینسي علومو په ګډون د بیلابیلو څانگو کتابونه شامل دي، چې د هېواد د فرهنګي شخصیت ښاغلي ډاکټر یحیی وردګ له خوا دغه ښوونیز مرکز ته ډالۍ شول.

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ کارکوونکو او محصلینو د ښاغلي ډاکټر یحیی وردګ د دغه اقدام ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS