د چک ولسوالۍ، د ډاکټر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انسټیټوټ د بیارغونې چارې پای ته ورسېدې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۹
tveta

د میدان وردګ ولایت، چک ولسوالۍ ډاکټر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انسټیټوټ چې د جګړو له امله ویجاړ شوی و، بیا ورغول شو.

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي آمر ښاغلي حکمت الله حکمت په وینا د چک د ډاکټر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انسټیټوټ بام ترمیم او آهن پوښ شوی دی.

له دې وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست میدان وردګو ولایت ته په سفر، له دغه مرکز څخه د لیدلو په وخت کې مسئولینو ته لارښوونه کړې وه چې د دغه انسټیټوټ بېلابېلې برخې جوړې او ترمیم کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS